روسیه: له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا هڅې روانې دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو ویلي، مسکو له افغانستان سره د امنیت، سوداګرۍ، کلتور او بشري مرستو په برخو کې د پراخو همکاریو د پراختیا په حال کې دی.
د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې پر مهال نورو هېوادونو ته هم سپارښتنه کړې چې له کابل سره خپلې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
شویګو ټینګار کړی، چې له افغانستان سره همکاري د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده.
هغه زیاته کړې، چې د شانګهای همکاریو سازمان باید له افغانستان سره خپل د تماس ګروپ بېرته فعال کړي. د یادونې وړ ده چې افغانستان په دغه سازمان کې د څارونکي غړي په توګه شامل دی.



