د ازبکستان او چین پانګه‌والو د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین له پانګه‌والو سره په کتنه کې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، بهرنیو پانګه‌والو په افغانستان کې د مناسب پانګیز چاپېریال او سراسري امنیت د تامین هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هېواد په فلزي او غیرفلزي کانونو کې پانګونې ته لېوال دي.

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ډاډ ورکړی چې د کانونو د قانون او نافذه طرزالعملونو له مخې به پانګه‌والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د پانګونې بهیر به لا اسانه کړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button