برېتانیا کې د فلسطین د ۷۸ کلن اشغال پر ضد پراخ لاریونونه ترسره شول

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د قضیې زرګونو پلویانو د “النکبة” د ۷۸مې کلیزې په مناسبت د برېتانیا د لندن ښار په مرکزي واټونو کې پراخ لاریونونه ترسره کړل او د فلسطین د اشغال، په غزه کې د روانې جګړې او له اسرائیلو څخه د برېتانیا د ملاتړ پر ضد یې شعارونه ورکړل.
د راپورونو له مخې، لاریونکوونکو د فلسطین بیرغونه، د غزې د قربانیانو انځورونه او د فلسطیني کډوالو د بېرته ستنېدو سمبولیک لوی کلیدونه له ځانونو سره لېږدول. ګډونوالو د فلسطین د آزادۍ، د غزې د محاصرې د پای ته رسېدو، پر اسرائیلو د وسلو د خرڅلاو د بندېدو او د جګړې د جرمونو د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوله.
معترضینو د برېتانیا حکومت تورن کړ، چې د اسرائیلو له سیاسي او نظامي ملاتړ سره د فلسطینیانو پر ضد په روانو بریدونو کې شریک رول لري. د لاریون شعارونه د بشري حقونو د دفاع د ادعاوو او د اسرائیلو د ملاتړ ترمنځ “تضاد” ته ځانګړي شوي وو.
بل لور ته، د پاریس په ایفل برج کې هم د فلسطیني قضیې ملاتړو فعالانو د فلسطین بیرغ پورته کړ. راپورونه وایي، دا اقدام په داسې حال کې ترسره شوی، چې په تېرو کلونو کې د ایفل برج پر سر د فلسطین اړوند نښو د ښودلو مخنیوي لپاره سخت محدودیتونه موجود وو.



