جنوبي لبنان کې د حزب الله ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اوربند له غځولو یوازې یوه ورځ وروسته جنوبي لبنان کې د حزبالله ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.
د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په سویل کې له ۲۰ څخه زیات کلي په نښه شوي، چې په کې یو داسې کلی هم شامل دی چې له پولې څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره لرې پروت دی.
د حزبالله اسلامي-مقاومتي غورځنګ اعلان کړی، چې د اسراییلو په شمال کې یې پر یوه «پوځي هدف» د بېپیلوټه الوتکو په واسطه برید کړی او دغه راز یې جنوبي لبنان کې په مخامخ نښتو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې تېره جمعه لبنان او اسراییلو اعلان وکړ چې هغه اوربند چې یوه میاشت مخکې پیل شوی و، د نورو ۴۵ ورځو لپاره غځوي.



