ابوعبیده: پر عزیزالدین الحداد برید د اوربند له تړون څخه ښکاره نقض بللی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” ویاند “ابوعبیده اعلان کړی، چې د دوی مهم قوماندان «عزیزالدین الحداد ابوصهیب» د صهیونیسټي رژیم په بزدلانه ترورستي برید کې په شهادت رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، القسام ابوعبیده په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې عزیزالدین الحداد د غزې ښار په مرکز کې د اسرائیلي رژیم په برید کې شهید شوی، هغه برید چې د اوربند د تړون ښکاره نقض بلل شوی دی.
په بیان کې راغلي، چې د القسام دغه لوړپوړی قوماندان د مقاومت له مخکښو څېرو څخه و او د هغه شهادت به د فلسطیني ولس او مقاومت د مبارزې اراده لا پیاوړې کړي.
ابوعبیده زیاته کړې، چې د عزیزالدین الحداد شهادت به د اشغالګرو پر ضد د مقاومت د دوام لپاره نوی انګېزه او قوت رامنځته کړي.
بلخوا صهیونیسټي سرچینو هم منلې، چې الحداد داسې منظم پوځي جوړښت رامنځته کړی، چې د هغه له شهادت وروسته هم خپلې چارې او عملیات پر مخ وړلی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button