د اسلامي امارت زعیم د بهرنیو چارو وزیر او د پروان-کاپیسا علماوو سره وکتل

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت زعیم “شیخ الحدیث هبة الله آخوند زاده د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له مسؤلینو او غړو سره په ځانګړې غونډه کې وکتل، چې پکې د بهرنیو چارو وزیر “ملا امیرخان متقي” او یو شمېر نورو علماوو او مسؤلینو هم ګډون درلود.
په غونډه کې د اسلامي امارت زعیم د علماوو شوراګانو فعالیتونه وستایل او ټینګار یې وکړو چې علماء دې د خلکو د دیني پوهاوي، د شرعي ستونزو د حل او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
نوموړي د علماوو ترمنځ د اتحاد او اتفاق پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د علماوو یووالی د امت د یووالي سبب ګرځي. همداراز یې د فقهي مجلسونو پر جوړېدو او د شرعي مسائلو پر تحقیق ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت زعیم وویل چې علماء د دین د ساتنې او د شریعت د عملي کولو مسؤلیت لري او باید د اسلامي امارت فرمانونه او لارښوونې خلکو ته ورسوي.
د غونډې په پای کې علماوو د اسلامي امارت د زعیم سره خپل بیعت تازه کړ او مجلس د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېد.



