ایران ته د ټرمپ خبرداری: که هوکړه ونه شي، امریکا به سخت پوځي بریدونه وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې د اټومي هوکړې لپاره وخت په ختمېدو دی او که تهران غوره وړاندیز وړاندې نه کړي، نو پر ضد به یې سخت پوځي بریدونه وشي.

د اکسيوس د راپور له مخې، ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي چې واشنګټن لا هم د جګړې د پای ته رسولو او یوې نوې هوکړې غوښتونکی دی، خو د ایران له لوري د امریکا د مهمو غوښتنو نه منل او د اټومي پروګرام په اړه د جدي امتیاز نه ورکول، پوځي انتخاب بېرته مطرح کړی دی.

ورته مهال امریکايي چارواکو ویلي، ټاکل شوې ټرمپ د سې شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د امنیتي ټیم له لوړپوړو غړو سره په ځانګړې امنيتي خونه کې غونډه وکړي، څو د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام پر انتخابونو بحث وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button