مکسیکو: وسلهوال برید کې ۱۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ
د مکسیکو د پیوبلا ایالت د عامه امنیت وزارت ویلي، چې د دغه هېواد په تیویتسینګو ښاروالۍ کې د وسلهوالو کسانو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون لس کسان وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې شپږ نارینه، درې ښځې او یو ماشوم شامل دي. راپور زیاتوي، چې برید تېره ورځ ترسره شوی او وسلهوالو بریدګرو یاد کسان په نښه کړي دي.
چارواکو ویلي، چې له پېښې وروسته ایالتي او فدرالي امنیتي ځواکونو ګډ عملیات او پلټنې پیل کړې دي، څو بریدګر وپېژني او ونیسي. تر اوسه د برید د انګېزې او عاملینو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.



