پزشکیان: د ایران پر ضد د خاورو د نه کارونې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو همکاري د ستاینې وړ ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” د پاکستان د کورنیو چارو وزیر “محسن نقوي” سره په لیدنه کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې د خپلو خاورو د نه کارونې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو همکاري د ستاینې وړ ده او تهران ورته ځانګړی اهمیت ورکوي.
په کابل کې د ایران بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي،.چې پزشکیان د خبرو پر مهال په ځانګړي ډول له افغانستان، پاکستان او عراق څخه مننه کړې چې د ایران پر ضد یې د خپلو خاورو د کارېدو مخه نیولې ده.
هغه ویلي، سیمه‌ییز امنیت او ثبات د ګډې همکارۍ له لارې پیاوړی کېدای شي او ایران هڅه کوي له اسلامي هېوادونو او د سیمې له نورو دولتونو سره خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.
د ایران ولسمشر همداراز ټینګار کړی،چې تهران د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ له ګاونډیو هېوادونو سره د اړېکو پراختیا ته ژمن دی او باور لري، چې د سیمې هېوادونه کولای شي د همغږۍ او دوامدارو همکاریو له لارې د شته ګواښونو مخه ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button