لغمان کې د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په پانګونې ۱۲ د یخ فابریکې فعالې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د لغمان ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو څو کلونو راهیسې ۱۲ د یخ تولید فابریکې جوړې او فعالې شوې دي.
د لغمان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي سلامت‌خان بلال ویلي، چې په دغو فابریکو کې د بېلابېلو پانګه‌والو له لوري شاوخوا ۳۶۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې په وینا يې، هره فابریکه هره ورځ نږدې زر ټوټې یخ تولیدوي.
چارواکي زیاتوي، چې د دغو فابریکو ۶۰ سلنه تولید شوی یخ په لغمان ولایت کې مصرفېږي او پاتې ۴۰ سلنه یې نورو ګاونډیو ولایتونو ته لېږدول کېږي، چې ورسره د خلکو اړتیاوې هم تر ډېره پوره شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button