د حزب الله او اسرائیلو جګړه؛ د صهیونیستي پوځ پر مرکزونو ګڼ بریدونه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
حزب الله اسلامي غورځنګ اعلان کړی، چې.ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم پر پوځي مورچلو او مرکزونو ۱۹ بریالي عملیات ترسره کړي دي.
د لبنان د اسلامي مقاومت عملیات خونې د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرحدي سیمو او د جنوبي جبهې په بېلابېلو برخو کې د صهیونیستي پوځ د ځواکونو او تجهیزاتو پر ضد درانه عملیات شوي دي.
د اعلامیې له مخې، په دغو عملیاتو کې بېپیلوټه الوتکې، توبچي بریدونه او د صهیونیستي پوځ پر کاروانونو پرلپسې چاودنې شوې چې له امله یې اسرائیلي ځواکونو ته درانه مرګ ژوبله اوښتي ده.
حزب الله، ویلي، چې ځواکونو یې د بېپیلوټه الوتکو او کواډکوپترو په وسیله د اسرائیلي پوځ ټانکونه او پوځي تجهیزات په نښه کړي او ویجاړوونکي ګوزارونه یې ورکړي دي.
دغه غورځنګ همداراز ادعا کړې، چې د دوو بېپیلوټه الوتکو په وسیله یې د البیاضې ښارګوټي کې د اسرائیلي پوځ د قوماندې مرکز په نښه کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې حزب الله ځواکونو د اسرائیلي پوځ څلورم بلدوزر، چې غوښتل یې د رشاف او حداثا سیمو ته ځان ورسوي، د سړک غاړې بمونو په وسیله ویجاړ کړی دی.
بلخوا، اسرائیلي پوځ هم منلې چې د لبنان له جنوبه د دوی پر ځینو پوځي مرکزونو توغندیز بریدونه شوي دي.
سیمه ییزو رسنیو او څارونکو د دغو همغږو عملیاتو پراخوالی، په ځانګړي ډول د چاودېدونکو بېپیلوټه الوتکو او ښخ شویو بمونو زیات استعمال، د سرحدي سیمو په اوږدو کې د حزب الله د لوړ دفاعي چمتووالي څرګندونه بللې ده.



