مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۱۰۳۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۱۰۳۳ کډوالې کورنۍ او ۵۳۶۳ تنه هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لارې او اسلام کلا له لارې راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، بایومټریک، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او مخابراتي اسانتیاوو په ګډون بېلابېل خدمات وړاندې شوي او همداراز ۹۵۷ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او زرګونو کسانو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.
راپور زیاتوي، چې راستنېدونکو کډوالو ته ۱۱۱۷ سیمکارتونه وېشل شوي او ۱۴۹۱ کورنیو ته د استوګنې د ځمکو نمرې هم ورکړل شوې دي.



