بقایي: ایران خبرو او جګړې دواړو ته چمتو دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” ویلي، چې تهران له نړیوالو لورو سره د خبرو اترو ملاتړ کوي، خو په ورته وخت کې د هر ډول احتمالي ګواښ او جګړې لپاره هم بشپړ چمتووالی لري.
بقایي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې ایران د دیپلوماسۍ او سیاسي حل لارو پلوي دی، خو هېڅکله به د خپل ملي امنیت، حاکمیت او ګټو پر سر فشارونو ته تسلیم نه شي.
هغه ویلي، چې د ایران وسلهوال ځواکونه او امنیتي بنسټونه د هر ډول وضعیت د مدیریت وړتیا لري او که پر ایران هر ډول تېری وشي، مناسب او پرېکنده ځواب به ورکړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړې، چې د سیمې ثبات او امنیت د ټولو هېوادونو په ګډو همکاریو پورې تړلی دی او بهرني فشارونه او ګواښونه به د ستونزو د حل پر ځای کړکېچونه زیات کړي.
بقایي دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې سیمه کې سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوې لا هم دوام لري او د ایران او امریکا ترمنځ د اړېکو پر وضعیت بحثونه روان دي.



