د یمن لوی درستیز: د عزالدین الحداد شهادت د ټول امت لپاره ستره ضایعه ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز “محمد یوسف المداني” د یوه رسمي پیغام په ترڅ کې، د حماس اسلامي حرکت د پوځي ځانګې “القسام لېوا” د قوماندان “عزالدین الحداد” د شهادت له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
المداني په خپل پیغام کې ویلي، چې د عزالدین الحداد شهادت نه یوازې د حماس لپاره ستره ضایعه ده، بلکې دا د ټولې اسلامي او عربي نړۍ لپاره لویه غمیزه بلل کېږي.
هغه ویلي، چې الحداد د جهاد، مقاومت او مبارزې له مخکښو قوماندانانو څخه و، چې د فلسطین د قضیې او د مسجد الاقصی د دفاع په لار کې یې مهم رول ترسره کړی و.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز په خپل پیغام کې د فلسطیني مقاومتي ډلو د مبارزې ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې فلسطیني مقاومت نن د اسلامي امت د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.
هغه ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه او ځینې حکومتونه د اسرائیلو د «جنایتونو» په مخنیوي کې پاتې راغلي او یوازینۍ اغېزمنه لاره مقاومت او مبارزه ده.
المداني همداراز ویلي، چې یمني ولس او د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه به د فلسطین د خلکو او مقاومت ترڅنګ خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د «مسجد الاقصی د ازادۍ» تر وخته به مبارزه روانه وي.
په پای کې نوموړي د عزالدین الحداد کورنۍ، حماس او فلسطیني ولس سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د شهیدانو وینه به د مقاومت لاره نوره هم پیاوړې کړي.



