تېره ورځ ۱۴۹۱ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې د ځمکو نمرې ووېشل شوې دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې ۳۱۰، فراه کې ۴۴۷، کندز کې ۱۸۲، هلمند کې ۱۷۵، سمنګان کې ۲۰۰، زابل کې ۱۳۲ او غزني کې ۴۵ کورنیو ته د ځمکو نمرې ورکړل شوې دي. په تېره یوه ورځ کې ټولټال ۱۴۹۱ کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلي دي.

یادې کمېټې زیاته کړې، چې تر اوسه ۲۸۸۷۶ د استوګنې د ځمکو نمرې وېشل شوي او دغه لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button