د اماراتو د اټومي بټۍ ترڅنګ ډرون بریدونه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
متحده عربي اماراتو اعلان کړی، چې د دغه هېواد د یوې اټومي بټۍ ترڅنګ د برېښنا پر یوې کارخونې ډرون بریدونه شوي، خو په پېښه کې نه مرګژوبله اوښتې او نه هم د اټومي وړانګو د خپرېدو کوم خطر رامنځته شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اماراتو چارواکو ویلي، چې امنیتي او تخنیکي ادارو وضعیت تر کنټرول لاندې راوستی او د اټومي تاسیساتو فعالیتونه په عادي ډول روان دي.
بلخوا، سعودي عربستان هم اعلان کړی، چې درې ډرون الوتکې یې نسکورې کړې دي. د راپورونو له مخې، دغه ډرونونه د عراق له خاورې سعودي عربستان ته داخل شوي وو.
په همدې حال کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې اټومي بټیو او حساسو تاسیساتو ته نږدې له بریدونو ډډه وکړي، ځکه دا ډول اقدامات د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښولی شي.



