اسلامي امارت د قرغیزستان ولسمشر د څرګندونو هرکلی وکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د قرغیزستان د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان او قرغیزستان اړیکې دوستانه دي.

مجاهد ویلي، اسلامي امارت له قرغیزستان سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او هڅه کوي چې له ټولو هېوادونو سره متقابل احترام او همکارۍ ولاړې اړیکې ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا مهمه ګڼي او په همدې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د قرغیزستان ولسمشر ویلي وو، چې د منځنۍ اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړاو لري او که افغانستان ارام وي، د سیمې نور هېوادونه هم خوندي پاتې کېدای شي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې قرغیزستان به له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او هڅه کوي افغانستان له سیمې او نړۍ سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button