امنيتي ځواکونو د جنايي جرمونو په تړاو ۲۲ کسان نیولي او نیمروز کې ۲۲۵ زره نشهيي ګولۍ کشف شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هلمند، کندز، بغلان او اروزګان ولایتونو په بېلابېلو عملیاتو کې ۲۲ کسان د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د هلمند امنیې قوماندانۍ پولیسو په تېرو درېیو ورځو کې د لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې ۱۲ غله نیولي دي. همداراز په کندز ولایت کې ۴ کسان د قتل، په بغلان کې ۳ کسان او په اروزګان کې ۳ نور کسان د غلا په تور نیول شوي دي.
بلخوا د نیمروز ولایت د نشهيي توکو پر ضد مبارزې پولیسو د خاشرود ولسوالۍ په عملیاتو کې ۲۲۵ زره نشهيي ټابلېټونه «کپتاګون» کشف او ترلاسه کړي دي.
د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.



