عدلیې وزارت: د امارتي ځمکو او نمرو پېر او پلور منع دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د افغانستان د عدلیې وزارت ویلي، د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅولو، وېش او د ساختمان د اجازې د ورکړې قانون له مخې، امارتي ځمکې او نمرې یوازې د سرپناه جوړولو لپاره اشخاصو ته وېشل کيږي، پلورل او سوداګریزه ګټه ترې اخیستل منع دي.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ځمکو او نمرو پېر او پلور، راکړه ورکړه او هر ډول سوداګریز استعمال قانوني سرغړونه بلل کېږي او هېڅوک نه شي کولی له هغو څخه د تجارت په موخه استفاده وکړي.

عدلیې وزارت د هېواد په کچه د معاملاتو د لارښوونې ټولو دفترونو ته سپارښتنه کړې، چې د اسلامي امارت له لوري پر اشخاصو وېشل شويو امارتي ځمکو له معاملاتو څخه په کلکه ډډه وکړي. وزارت خبرداری ورکړی، که څوک په دې ډول معاملو کې ښکېل وموندل شي، د معاملاتو دفتر به يې وتړل شي او د دفتر مسئول، د معاملې دواړه لوري او اړوند کسان به قانوني تعقیب شي.

مربوطه مطالب

Back to top button