ننګرهار کې د سخت طوفان له امله د یوې کورنۍ درې غړي شهیدان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې تېره شپه د سخت طوفان له امله د یوه کور دیوال او دوه خونې نړېدلې، چې له امله یې د یوې کورنۍ درې غړي شهیدان او یوه نجلۍ ټپي شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په پېښه کې ۳۲ کلن سمیدګل، د هغه مېرمن او درې کلن زوی شهیدان شوي دي. همداراز د کورنۍ یوه لس کلنه نجلۍ ټپي شوې، چې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې ده.
د اچین ولسوالۍ ولسوال ملا عبدالمتین مخلص ویلي، چې د سیمې خلکو په مرسته د شهیدانو جسدونه له خاورو را ایستل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د سخت طوفان له امله رامنځته شوې ده.



