اکسيوس: عربي هېوادونو ټرمپ ته د ایران پر ضد د برید ځنډولو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د امريکايي خبري وېب‌سايټ اکسيوس د راپور له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ايران سره د احتمالي پوځي بريد تر ځنډولو مخکې د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره ټيلیفوني خبرې کړې دي.

يوه امريکايي چارواکي ويلي، د دغو درېيو هېوادونو ګډ پيغام دا و چې “مذاکراتو ته فرصت ورکړئ، ځکه که پر ايران بريد وشي، ټول به يې بيه پرې کړو.”

راپور زياتوي، عربي مشرانو ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د ايران هر ډول غبرګون کولی شي د خليج هېوادونو د نفتو تاسيسات او د انرژۍ مهم مرکزونه له خطر سره مخ کړي.

د اکسيوس د سرچينو په وينا، همدې اندېښنو د ايران پر ضد د احتمالي پوځي اقدام د ځنډېدو په پرېکړه کې اغېز لرلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button