رويټرز: پاکستان سعودي عربستان ته ۸ زره پوځيان، ۱۶ جنګي الوتکې او دفاعي سيستم لېږلی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د رويټرز د راپور له مخې، پاکستان د ګډ دفاعي تړون له مخې سعودي عربستان ته شاوخوا ۸ زره سرتېري، ۱۶ “JF-17” جنګي الوتکې، دوه د بې‌پيلوټه الوتکو ډلې او د چين “HQ-9” هوايي دفاعي سيستم لېږلی دی.

راپور وايي، دغه پوځي تجهيزات او ځواک د سعودي عربستان د دفاع د پياوړتيا لپاره استول شوي او د اړتيا په صورت کې به نور پوځيان هم ور ولېږل شي.

سرچينو رويټرز ته ويلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ پټ دفاعي تړون اجازه ورکوي چې تر ۸۰ زرو پورې پاکستاني پوځيان سعودي کې ځای پر ځای شي، او اوسني پوځيان به تر ډېره روزنيز او سلاکار رول ترسره کوي، خو د زرګونو سرتېرو او جنګي الوتکو استول د پراخ پوځي حضور نښه بلل کېږي.

رويټرز ويلي، اسلام‌اباد په داسې حال کې سعودي کې خپل پوځي حضور زيات کړی چې د ايران او امريکا ترمنځ د سولې خبرو کې د منځګړي رول هم لوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button