د افغانستان او پاکستان اړیکو د ښه‌والي په اړه د بریټانیا او سهیل شاهین ترمنځ خبرې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي په دوحه کې د افغانستان له سفیر محمد سهیل شاهین سره لیدلي او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو پر ښه‌والي یې خبرې کړې دي.

ریچارډ لینزي ویلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو او د عملي ګامونو د اخیستو پر اړتیا ټینګار شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په راتلونکې کې د ښځو او نجونو د ګډون موضوع هم د خبرو مهمه برخه وه.

د بریټانیا ځانګړي استازي دا ناسته مهمه او ګټوره بللې، خو د خبرو نور جزیات یې نه دي خپاره کړي. بل لور ته، محمد سهیل شاهین تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده چې له بریټانیا سربېره چین هم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي لپاره د منځګړیتوب هڅې روانې ساتلې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button