لوګر کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د اوسپنې ویلې کولو د یوې سترې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا، دغه صنعتي پروژه د «رحیم ګردېزي» شرکت له لوري په راتلونکو څلورو کلونو کې بشپړېږي. چې له بشپړېدو وروسته به زر کسانو ته مستقیم او شاوخوا ۱۰ زره نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
د دې فابریکې د بنسټ ډبره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد، د لوګر د سیمهییزو مسوولینو او یو شمېر سوداګرو په حضور کې کېښودل شوه.



