یمني ځواکونو سره سمندرګي کې د امریکا بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
دیمن وسلهوالو ځواکونو ادعا کړې چې په سره سمندرګي کې یې د امریکا یوه MQ-9 بېپیلوټه الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.
د راپورونو له مخې، دغه الوتکه شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالره ارزښت لري او د کشفي او پوځي ماموریتونو لپاره کارول کېده.
یمني ځواکونو ویلي، دا عملیات د دوی د دفاعي اقداماتو برخه وه، خو د برید د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
بل لور ته، امریکايي چارواکو تر اوسه د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د پېښې خپلواک تائید هم لا نه دی شوی.



