کابل کې د ابو علي سينا بلخي نندارتون پرانیستل؛ ملا برادر: د درملو کورنی تولید دې نور هم معیاري او پراخ شي

کابل ټکی کام (سه‌شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۵ل) ـ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په کابل کې د ابو علي سينا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیست او ویې ویل، چې د افغانستان د درملو سکټور د پياوړتیا لپاره مهم اقدامات شوي او دا مهال د هېواد ډېره اړتیا له کورني تولید څخه پوره کېږي. نوموړي زیاته کړه، د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو پر وړاندې تر ټولو اغېزمنه لار د کورني تولید ملاتړ او پراختیا ده.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا برادر وویل چې د بهرنیو درملو د وارداتو کمېدو د کورنیو درملو د تولید د پام وړ ودې ته زمینه برابره کړې، خو لا هم اړتیا ده چې تولیدي فابریکې خپل تولیدات د نړیوالو معیارونو مطابق معیاري کړي. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې درمل په لوړه بیه ونه پلوري او له احتکار څخه ډډه وکړي.

د معلوماتو له مخې، دا نندارتون به څلور ورځې دوام وکړي او پکې د درملو لسګونو فابریکو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

اوسمهال په هېواد کې ۱۳۴ د درملو تولیدي فابریکې فعالیت لري، چې ۱۱۷۰ قلمه درمل تولیدوي او د هېواد شاوخوا ۳۸ سلنه اړتیا پوره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button