د لبنان جنوب کې د اسرائیلي ځواکونو لوړپوړی قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
ځایي سرچینې وایي، د اسرائیلي پوځ د ځمکنیو ځواکونو یو لوړپوړی قوماندان د لبنان په جنوب کې د یوه کمین پر مهال له منځه وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، دا برید د حزب الله ځواکونو له خوا ترسره شوی او هدف یې د اسرائیلي ځواکونو یو مهم پوځي قومندان و.
سرچینې زیاتوي، چې په دغه کمین کې د اسرائیلي پوځ ځینو نورو سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو د تلفاتو دقیق شمېر لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تائید شوی.
بل لور ته، اسرائیلي رسمي سرچینو تر اوسه د دې پېښې په اړه وروستی او کره دریځ نه دی خپور کړی او د وژل شوي قوماندان د هویت په اړه یې هم څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د پولې په اوږدو کې نښتې او متقابل بریدونه زیات شوي، چې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه یې اندېښنې ډېرې کړې دي.



