ننګرهار کې د ۲۵ زره نومرو لرونکي مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلانونه منظور شول

کابل ټکی کام (سه‌شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۵ل) ـ

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د دغه وزارت د وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د «امیرالمؤمنین» مهاجرینو ښارګوټي د څلورو فازونو تفصیلي پلانونه تائید او لاسلیک کړل.

د وزارت په وینا، د دې پلانونو له بشپړېدو سره به راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر لا چټک او منظم شي او کورنۍ به په معیاري ډول د استوګنې زمینه ترلاسه کړي.

د معلوماتو له مخې، د دغه ښارګوټي لپاره ټول ۲۵۹۸۱ استوګنیزې نمرې ځانګړې شوې دي چې پر راستنېدونکو کورنیو د شفاف او عادلانه وېش بهیر روان دی.

په پلان کې د استوګنې ترڅنګ د سړکونو، ښوونځیو، جوماتونو، روغتیايي مرکزونو، شنو ساحو او د اوبو رسولو شبکو جوړول هم شامل دي، څو د اوسېدونکو لپاره معیاري او منظم چاپېریال برابر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button