د ایران ضد عملیاتو کې امریکا له ۴۰ زیاتې پوځي الوتکې له لاسه ورکړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غویی، ۱۴۰۵ل) —
د امریکا د کانګرس د څېړنیز خدمت په یوه راپور کې راغلي، چې د فبرورۍ میاشتې له وروستیو راهیسې د ایران پر ضد د امریکا په پوځي عملیاتو کې تر ۴۰ زیاتې امریکايي پوځي الوتکې زیانمنې شوي یا له منځه تللې دي.
د راپور له مخې، د دغو زیانمنو شویو الوتکو ټولیز مالي ارزښت شاوخوا ۲.۶ میلیارده ډالرو ته رسېږي. ویل شوي چې په زیانمنو شویو الوتکو کې تر ټولو ډېرې د MQ-9 Reaper ډوله بېپیلوټه الوتکې دي، چې شمېر یې ۲۴ ته رسېږي.
راپور زیاتوي، چې د امریکا اوو KC-135 Stratotanker د تېلو رسوونکو الوتکو، یوې E-3 Sentry د هوايي څار الوتکې او څو بېلابېلو جنګي الوتکو ته هم زیان اوښتی دی.
د امریکا حکومت تر اوسه د یاد راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



