ټرمپ: ایران ته به د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړو؛ روان کړکېچ به ژر پای ته ورسېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غویی، ۱۴۰۵ل) —
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو په ایران کې “ستر او بریالی اقدام” ترسره کړی او واشنګټن به هېڅکله ایران ته د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي.
ټرمپ ویلي، ایراني مشران د یوې هوکړې لپاره جدي لېوالتیا لري او د ده په وینا، “ایرانیان له جګړې ستړي شوي دي.” نوموړي هیله څرګنده کړې چې روان کړکېچ به ژر او “په ښه ډول” پای ته ورسېږي.
د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي، په نږدې وخت کې به د نفتو نړیوالې بیې هم راټیټې شي. د هغه په خبره، په بازارونو کې د تیلو د عرضې زیاتوالی به د بیو د کمېدو لامل شي.



