افغانستان، ازبکستان او پاکستان د عربي سمندر ترانزیټي دهلېز جوړوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غویی، ۱۴۰۵ل) —
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال جاسوربیک چوریف ویلي، ازبکستان، افغانستان او پاکستان د یوه ګډ ترانزیټي دهلېز د جوړېدو په اړه “مفهومي هوکړې” ته رسېدلي، چې موخه یې د عربي سمندر له بندرونو سره د مرکزي اسیا نښلول دي.
د اوراسیانت د راپور له مخې، چوریف د اسیا پراختیايي بانک کلنۍ غونډې ته په سمرقند ښار کې ویلي، د پروژې تخنیکي ارزونې او د مسیر سروې چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، ټاکل شوې دا مسیر د افغانستان له خاورې تېر او د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو سره وصل شي.
د ازبک چارواکي په وینا، د ایران بندر عباس ته بدیله لاره د سیمې د “نا اټکل کېدونکي وضعیت” له امله عملي نه ښکاري.
راپور وایي، دغه پروژه لا هم له مالي ستونزو، د افغانستان امنیتي وضعیت، د کابل او اسلاماباد ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوو او د افغانستان د حکومت د نړیوال رسمیت نشتوالي په څېر ننګونو سره مخ ده.



