مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له ۱۰۷۷ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غویی، ۱۴۰۵ل) —
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې د تېرې یوې ورځې په ترڅ کې د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ټولټال (۱۰۷۷) کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې (۵۷۸۱) تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، (۱۱۷۹) کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لپاره پرې څه باندې (۵.۲) میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی. همدارنګه له (۱۰۸۷) کورنیو سره نغدي مرستې شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په ننګرهار، ارزګان، فراه، کندز او هلمند ولایتونو کې (۱۰۹۶) راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې ځمکې وېشل شوې دي. د کمېسیون په وینا، تر اوسه د وېشل شوو ځمکو د نمرو شمېر (۳۱۰۲۵) ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري.



