بلخ کې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غویی، ۱۴۰۵ل) —

بلخ ولایت کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ښاغلي برادر د یادې پروژې د پرانیستې مراسمو کې وویل، اسلامي امارت د اقتصادي خپلواکۍ، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جذب او د زیربنایي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه کړې او لاجورد کمپلیکس یې د ښاري پراختیا یوه مهمه بېلګه ده.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په دغه کمپلیکس کې به د خصوصي سکټور له لوري ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وشي، چې پکې به ۱۴۴۸ معیاري اپارتمانونه جوړ او شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

دغه پروژه پر ۲۱ جریبه ځمکه جوړېږي او د سوداګریزو مرکزونو، روغتیايي خدماتو، ښوونځیو، شنو ساحو، مسجد او ورزشي اسانتیاوو په ګډون به ټول ضروري خدمات ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button