مهاجرینو وزارت د ۲.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ۵ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غویی، ۱۴۰۵ل) —
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو نړۍوالو موسسو سره د همکارۍ پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي، چې ټول ارزښت یې ۲ میلیونه ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالره دی.
د دغو پروژو له مخې به مرستې په کابل، بلخ، کندز، بغلان، جوزجان، کندهار، زابل، نیمروز، پکتیا، بامیان، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۲۰۴ زره کورنیو او ۱۴۷ راستنېدونکو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د ټولنیز خوندیتوب، غیرغذایي کڅوړو، سرپناه او نورو اساسي اړتیاوو په برخو کې ووېشل شي.
وزارت وايي، هڅه کوي د نړیوالو بنسټونو په همغږۍ زیانمنو شویو ته منظم او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.



