د امریکا سنا د ایران د کلابندۍ د پای ته رسولو او د ځواکونو د ایستلو پرېکړه لیک تصویب کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غویی، ۱۴۰۵ل) —
د امریکا سنا د یوه نوي پرېکړه لیک په تصویب سره د ایران پر وړاندې د کلابندۍ د پای ته رسولو او له سیمې د امریکايي ځواکونو د ایستلو ملاتړ وکړ. د دې پرېکړه لیک له مخې به هغه پوځي اقدامات هم ودرول شي چې تر اوسه د ایران پر ضد روان وو.
په دغه رایه اچونه کې ۵۰ سناتورانو د پرېکړه لیک په ملاتړ او ۴۷ نورو یې مخالفت وکړ. راپورونه وايي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند څلور سناتورانو له خپل ګوند جلا موقف خپل کړی او له ډیموکراتانو سره یوځای شوي دي.
دغه پرېکړه لیک اوس د سنا د نهایي بحث او وروستۍ رایې مرحلې ته ځي، چې ورسره به د ایران پر ضد د هر ډول پوځي اقدام د دوام لپاره د کانګرس رسمي تصویب اړین شي.
تمه کېږي چې د جمهوري غوښتونکو مشرتابه به د دې اقدام د مخنیوي هڅه وکړي.



