کابل خاک جبار کې د راستنېدونکو لپاره د نوي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د نوي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان د وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري تائید او لاسلیک شوی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې ، په یاد ښارګوټي کې ټول ۴۶۵۲ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي چې د اړمنو او راستنو شویو کورنیو ترمنځ به په شفاف ډول ووېشل شي.
همداراز د سړکونو شبکه، ښوونځي، جوماتونه، روغتیايي مرکزونه، مارکیټونه، شنې ساحې، د اوبو او برېښنا سیستم او نور اساسي خدمات هم د دې پلان برخه جوړوي.



