لوګر کې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د شولک چکډم د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)

د لوګر ولایت اړوند د شولک چکډيم د جوړولو چارې د څه باندې ۵ میلیونه او ۹۳۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، یاد چکډيم ۹۵ متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري، چې ټاکل شوې د پنځو میاشتو په موده کې یې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مسوولين وایي، د دې پروژې له لارې به د ځمکې لاندې اوبو او کاریزونو د تغذیې ترڅنګ د ۳ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو زمینه برابره شي. همدارنګه د پروژې د پلي کېدو پر مهال به یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم مساعده شي.

مربوطه مطالب

Back to top button