مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۲۷۷ کډوالې کورنۍ هېواد راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ ۱۲۷۷ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۶۸۱۴ تنه کېږي، د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لارې او اسلام کلا له لارو هېواد ته راستنې شوې دي. د راپور له مخې، ډېری راستنې شوې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
د یاد کمېسیون په خبره، ۱۲۲۸ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې، له ۱۱۱۴ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او ۱۲۲۱ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
همداراز په ننګرهار، کندهار، فراه، کندز او هلمند ولایتونو کې ۱۱۰۵ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې هم ورکړل شوې دي.



