سعودي: د شخړو حل یوازې د خبرو له لارې ممکن دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
‏د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر “فیصل بن فرحان آل سعود” پر ایران د امریکا د ولسمشر “ټرمپ” د برید نه کولو او مذاکراتو ته د فرصت ورکولو له پرېکړې هرکلی کړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، فیصل بن فرحان ویلي، چې سعودي عربستان د دې پرېکړې ملاتړ کوي او باور لري چې دغه ګام کولای شي له ایران سره د منلو وړ هوکړې ته زمینه برابره کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د سیمې ثبات او امنیت د خبرو اترو او سیاسي تفاهم له لارې خوندي کېدای شي، نه د پوځي تقابل له لارې.

مربوطه مطالب

Back to top button