ولسمشر اردغان: انقره د ایران- امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولی شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
‏د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د امریکا له ولسمشر “ټرمپ” سره په تلیفوني خبرو کې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د غځېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې انقره د تهران-واشنګټن ترمنځ د منځګړي رول روبولی شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې انقرې د واشنګټن، تهران او پاکستاني منځګړو سره نږدې اړېکې ساتلې دي.
راپور زیاتوي، چې ترکیې د امریکا او ایران ترمنځ د پیغامونو په لېږدولو کې هم مهم رول لوبولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه څو میاشتې وغځېده، خو ټرمپ وخت نا وخت د جګړې د بیا پیل په تړاو څرګندونې کوي.
شنونکي باور لري چې د سیمې هېوادونه هڅه کوي د نوې پوځي ترینګلتیا مخه ونیسي او د ديپلوماتیکو لارو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button