لبنان په جنوب کې د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ بریدونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
حزب الله ویلي، د لبنان په جنوب کې یې د البیاضه ښارګوټي په سیمه کې د اسرائیلي پوځ د وسایطو او سرتېرو پر تجمع توغندیز برید کړی دی. دغې ډلې همداراز داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې ادعا کوي د لبنان جنوبي پولې ته نږدې د اسرائیلو د «اوسپنیزې ګنبد» دفاعي سیستم او یوه هامر پوځي موټر یې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.
بل لور ته لبناني رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي الوتکو د لبنان د جنوب پر المنصوري او الریحان سیمو هوايي بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د دیر قانون النهر او المعشوق سیمې سختې ځپل شوې او لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ځايي سرچینو په وینا، یوازې په دیر قانون النهر کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي، همداراز په المعشوق سیمه کې یو روغتیايي مرکز بشپړ ویجاړ شوی دی. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، دا له جګړې راهیسې ۳۱م روغتیايي مرکز دی چې په برید کې زیانمنېږي. ژغورونکو ویلي، د برید پر مهال ودانۍ له ښځو او ماشومانو ډکه وه او لا هم د نړېدلو ودانیو لاندې د ورکو کسانو د موندنې هڅې روانې دي.



