د ایران-امریکا خبرې؛ د پاکستاني پوځ مشر تهران ته ځي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
العربیه تلویزیوني شبکې د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د پاکستاني پوځ لوی درستیز “جنرال عاصم منیر” به په نږدې راتلونکې کې تهران ته سفر وکړي.
د راپور له مخې، دا مهال د امریکا او ایران ترمنځ د تړون مسودې د نهایي کولو لپاره جدي ديپلوماتیکې هڅې روانې دي او ټاکل شوې د مذاکراتو بل پړاوبه هم اسلامآباد کې ترسره شي.
العربیه زیاته کړې، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړېکو په اسانه کولو او د پیغامونو په لېږدولو کې مهم رول لوبولی دی.
تر اوسه د پاکستان او ایران چارواکو د دغه سفر او راتلونکو مذاکراتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو شنونکي باور لري چې د سیمې هېوادونه د کړکېچ د کمولو او سیاسي تفاهم د رامنځته کولو هڅې ګړندۍ کړې دي.



