ملا عبدالغني برادر د حیرتان بندر د ۲۴ ساعته خدماتو د پراختیا او نوو تاسیساتو جوړولو په موخه بندر ته سفر وکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل پلاوي د بلخ ولایت حیرتان بندر ته سفر کړی او د دغه بندر د ۲۴ ساعته خدماتو د وړاندې کولو پر وضعیت یې خبرې کړې دي.

په دې سفر کې د بېلابېلو امارتي ادارو لکه مالیې، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ، بهرنیو چارو او نورو اړوندو ادارو د ستونزو ارزونه شوې او د حل لپاره لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د نیول شوو تصمیمونو پر بنسټ به په حیرتان بندر کې اداري تشکیلات پراخ، معیاري پارکینګونه، اداري ودانۍ، د بار او تخلیې مرکزونه، لابراتوارونه، سړې خونې او عصري سړکونه جوړ شي او همداراز به ډیجیټلي تله، سیار سکنرونه او د اوسپنې پټلۍ پراختیا عملي شي چې په پایله کې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري لا پراخه او د هېواد اقتصادي وده به لا پیاوړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button