ټولګټو وزارت: د پکتیکا او پکتیا د شرنې– مټاخان–زرمت ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د پکتیکا ولایت د شرنې–مټاخان او د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ ترمنځ د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت د خصوصي سکتور په همکارۍ روانې دي. د نوموړي په وینا، د دې سړک د اسفالټ کارونه تر دې دمه شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ کړی دی.

د معلوماتو له مخې، یاد سړک ۱۱ متره پلنوالی لري چې ۱۰ متره یې اسفالټ کېږي او دواړو خواوو ته نیم ـ نیم متر شولډرونه په پام کې نیول شوي دي. همداراز د سړک په اوږدو کې د ۱۶۹ پلګوټو، ۴۷۴ متره استنادي دېوالونو او ۲۲۴۰ متره سیخ‌لرونکو کانکریټي ویالو د جوړولو چارې شاملې دي، چې له ډلې یې د ۱۵۶ پلګوټو او ګڼ شمېر نورو برخو کارونه بشپړ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button