د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز تماس کنفرانس کې د ګډو پانګونو او صنعتي همکارۍ پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز تماس کنفرانس جوړ کړی، چې پکې د دواړو هېوادونو د دولتي چارواکو او خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د اسانتیاوو برابرولو او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر مسایلو بحث شوی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي په کنفرانس کې وويل چې د افغانستان او ازبکستان اړیکې تر بل هر وخت نږدې شوې دي او دواړه هېوادونه د پنبه، ټوکر، چرم او نورو صنعتي برخو کې ګډو پروژو ته لېواله دي.
ازبک لوري هم د افغانستان په بېلابېلو صنعتي برخو کې د ګډو فابریکو د جوړولو او پانګونې ژمنه وکړه او دواړو خواوو د عملي همکاریو لپاره د تخنیکي ټیمونو د جوړولو پرېکړه وکړه.



