ولسمشر پزشکیان: د خبرو دروازې پرانیستې خو د زور ځواب په زور ورکوو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ” مسعود پزشکیان”
ویلي، چې د زور او فشار له لارې د ایران تسلیمول ناممکن دي او دا یوازې یو «تش خوب او خیال» بلل کېږي.
د «پارس ټوډې» د راپور له مخې، پزشکیان پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې ایران تل پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوی او د جګړې د مخنیوي لپاره یې ټولې ممکنه لارې چارې ازمویلې دي.
هغه زیاته کړې: «ایران خپلې ټولې دروازې د خبرو او تعامل لپاره پرانیستې پرېښې دي، خو په زور سره د ایران تسلیمول یو بېاساسه او احمقانه خیال دی.»
د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې د متقابل احترام پر بنسټ دو
یپلوماسي د جګړې په پرتله کم لګښته، عاقلانه او دوامداره لاره ده، او ایران له کلونو راهیسې پر همدې دریځ ټینګار کوي.
ولسمشر “پزشکیان” دغه راز خبرداری ورکړی، چې د خبرو دروازې پرانیستې؛ خو صهیونیستي-امریکایي دوښمن ته باید وویل شي، هېواد یې د زور ځواب په زور ورکولو ته بشپړ چمتوالی لري.



