ایران: د امریکا تر برید مخکې دې عرب هېوادونه خپل دریځ روښانه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایراني پارلمان د ملي امنیت کمېسیون ویاند “ابراهیم رضایي” ویلي، چې د امریکا د احتمالي برید په صورت کې عربي هېوادونه باید خپل دریځ روښانه کړي او د امریکا د حضور پر ضد عملي ګامونه واخلي.
د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې، رضايي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا د ولسمشر “ټرمپ” تر راتلونکې احتمالي حملې پورې د سیمې عرب هېوادونه وخت لري څو د امریکا د ایستلو پرېکړه اعلان او عملي کړي.
هغه خبرداری ورکړی، چې د سیمې هېوادونه دې وروسته له ایران څخه ګیله نه کوي، ځکه د تهران په وینا سیمه ییز امنیت د بهرنیو ځواکونو له حضور سره زیانمن شوی دی.
بلخوا ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې، چې ایران له امریکا سره موافقې ته لېوالتیا لري؛خو که کومه هوکړه رامنځته نه شي، واشنګټن ښايي یو ځل بیا پر ایران برید وکړي.
ایراني چارواکو بیا د ټرمپ ګواښونه «احمقانه» بللي او ټینګار یې کړی، چې ایران د هر ډول سناریو لپاره بشپړ چمتووالی لري او د هر احتمالي برید ځواب به سخت او پرېکنده وي.



