سپاه پاسداران: هرمز تنګی به نور هېڅکله پخواني حالت ته و نه ګرځي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
‏د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویلي، چې هرمز تنګی به نور هېڅکله هم خپل پخواني حالت ته بېرته ستون نه شي او د فارس خلیج په سیمه کې د نوي نظم د رامنځته کولو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.
د سپاه پاسداران له لوري په اېکس خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «هرمز تنګی به بیا هېڅکله هم پخواني حالت ته ونه ګرځي، په ځانګړي ډول د امریکا او اسرائیلو لپاره او د ایران سمندري ځواک د نوي سیمه‌ییز نظم د عملي کولو لپاره چمتووالی نیسي.»
دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر “ټرمپ” یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی، چې هرمز تنګی باید پرانیزي او نړیوال سمندري تګ راتګ کې خنډ رامنځته نه کړي.
په وروستیو څو میاشتو کې د هرمز تنګي پر سر د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا زیاته شوې او نړیوالې رسنۍ وایي، ایران په فارس خلیج کې د سمندري تګ راتګ لپاره نوي تدابیر او محدودیتونه هم عملي کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button