د پاکستان او قطر لوړ پوړي پلاوي تهران ته رسیدلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، تهران ته د جنرال عاصم منیر په مشرۍ د لوړ پوړي پاکستاني پلاوي تر رسېدو وروسته د قطر یو پلاوی هم تهران ته رسیدلی، څو د ایران او امریکا ترمنځ د روانو اختلافاتو د کمولو او احتمالي هوکړې لپاره هڅې وکړي. د رویټرز په راپور کې ویل شوي، چې د دې سفر موخه د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو حل او د خبرو اترو پرمختګ دی. په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” د ملګرو ملتونو له سرمنشي “انتونیو ګوتریش” سره په تلیفوني خبرو کې ویلي،چې د امریکا غیر منطقي غوښتنې د هوکړې پر وړاندې اصلي خنډ دی او تهران به کله هم له خپل اصولي دریځ څخه پر شا نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button