د پاکستان دفاع وزیر: له افغان حکومت سره یې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د خبرو بهیر روان ساتلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
‏د پاکستان د دفاع وزیر “خواجه محمد آصف ویلي، چې اسلام‌اباد له کابل سره د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د خبرو اترو بهیر د بېلابېلو لارو څخه روان ساتلی او هڅه کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د «کنټرول وړ همغږۍ» ته زمینه برابره کړي.
خواجه محمداصف ویلي، چې پاکستان د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د احتمالي شخړو د مخنیوي لپاره له افغان حکومت سره د اړېکو او تفاهم پر دوام ټینګار کوي.
د نوموړي په وینا، اسلام‌اباد هڅه کوي، چې د دواړو خواوو ترمنځ اړېکې تر داسې کچې وساتي چې د سرحدي او امنیتي ستونزو د پراخېدو مخه ونیول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button